ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې هغه د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په ټلفوني تماس کې له هیرمند سیند څخه د ایران د حقابه یعني د اوبو په حق باندې د بیا ټینګار په ترڅ کې وویل: د هیرمند د نولس سوه دوه اویایم میلادي کال د تړون پراساس له افغانستان څخه د ایران د فني پلاوي وروستۍ کتنه مرسته کوي چې ډېر شفافیت ووینو.
د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دوام کې په افغانستان کې د ایران د خبریال آزادیدا ته په اشارې سره د ځینو مخکنیو مطرح شویو موضوعګانو د حل کېدا غوښتنه وکړه.
هغه ټينګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان او د دغه هېواد د ښو خلکو خیر غوښتونکی دی.
حسین امیر عبداللهیان دغه راز په ایران کې د افغانستان د وګړو پراخ شتون ته په اشارې سره وویل، تهران د افغانستان د خلکو د ثبات، د امنیت او د هوساینې په لړ کې د افغانستان په داخل کې د ټولو لورو پر ملګرتیا ټینګار لري.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي هم په دغو خبرو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مننې او د قدرونې په ترڅ کې وویل د ځینو ستونزو د حل کولو لپاره هڅې روانې دي.
امیر خان متقي دغه راز کابل ته د سفر لپاره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان ته د بلنې ورکولو په ترڅ کې د تهران او کابل اړیکې د ورورګلوۍ او د ګاونډیتوب پراساس وبللې.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137652